امنیت

دوه تنه په لوګر ګې دتروريستي فعاليتونو په تور ونيول شول

کابل باختردجوزا دمياشتې ٢ :
دملي امنيت د لوى رياست موظفينو  پرون  په لوګرولايت کې دوه تنه دتروريستي فعاليتونو په تور له يوې اندازې  مهماتو او چاوديدونکو توکو سره ونيول .
دملي امنيت دلوى رياست  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
دغه افراد دلوګرولايت دمرکز دچوني کلي اوسيدونکي او طالبانو دتروريستي ډلې  غړي دي  چې ددغه ولايت په مربوطاتو کې په بيلابيلو تروريستي او ورانکارو فعاليتونو کې لاس  درلود چې  د پرسونل ضد له يوه ماين ،يوويشت کيلوګرامه چاوديدونکو توکو،   دميزائيلوله پنځه ماينونو ، دداشکې دوه سوه پنځوس  گوليو  او دوو لاسي بمونوسره ونيول شول.
نيول شويو کسانو اعتراف کړى دى  چې دجمهوري رياست او دولايتي شوراګانو له انتخاباتو مخکې هغوي دطالبانو دډلې درهبرې په  لارښونه  دڅو کمين په نيولو او په سړکونو کې دماينونو  په ښخولو کې لاس درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته