ټولنه

په ازره کې جګړه کمزورې شوې ده .

کابل باختر دزمري شلمه :
دلوګر ولايت دازرې  په ولسوالۍ کې نښته دوسله والو مخالفانو په شړلو سره پاى ته ورسيده .
ددولت په لسګونو تنو وسله والو مخالفانو تيره اوونۍ دلوګر ولايت دازرې  په ولسوالۍ کې دامنيتي منسوبانو په پوستو بريدونه پيل کړل چې دکوماندو دځواکونو په رسيدو سره دوسله والو طالبانو بريدونه په شا وتمبول شول  او جګړه تر يوې اندازې پورې کمزورې شوه خوتيره شپه په لسګونوتنو وسله والو مخالفانو بيا  دامنيتي ځواکونو په ځينو پوستو خواره واره بريدونه وکړل .
دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند  شاهپور احمدزي  باختراژانس ته وويل چې ددغو بريدونوپه بهير کې  شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور  ټپيان شول او په دغې ولسوالۍ کې جګړه پاى ته رسيدلې ده .
ده زياته کړه هغو وسله والو طالبانو چې يوه اوونۍ مخکې يې د ازرې په ولسوالۍ کې  خپل بريدونه  پيل کړل له ځمکې او هوا څخه دامنيتي او دفاعي ځواکونوله غبرګون سره مخامخ شول چې په پايله کې يې په لسګونو تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دلوګر دولايتي شورا مرستيال ډاکتر عبدالولي  وکيل وويل چې په دغو بريدونوکې پنځلس  تنه پوځيان  او دوه تنه ملکي وګړي   شهيدان شوي اوپنځلس تنه نور پوځيانو اوشپږ تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي .
  داپه داسې حال  کې ده چې دلوګر ولايت له مرکز  سره ددغه ولايت دازرې  ولسوالۍ مواصلاتي لارې له زياتې مودې راپديخوا تړلي دي او اوسيدونکي يې له زياتو ستونزو سره لاس اوګريوان دي .
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته