امنیت

په لوګرولايت کې دعينکو دمسو دکان دوه تنه کارګران ټپيان شول.

١٦ – پل علم باختردليندي دمياشتې ٢١ :

په لوګرولايت کې  نن سهار دماين دچاودنې له امله دعينکو دمسو دکان دوه تنه کارګران ټپيان شول.

دلرغون پيژندنې اوکيندنې مدير عبدالقديردباختر اطﻻعاتي اژانس ته وويل نن سهار دعينکو دمسو دکان کارګران چې په دغه کان کې په کار بوخت وو اويو ماين چې پخوا په هغه ځاى کې ايښودل شوي و وچاوديد چې له امله يې دوه تنه کارګران ټپيان شول .

ده وويل ديوتن روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى چې ددرملنې لپاره کابل ته ليږدول شوي دي.

دلوګرولايت دامنيې قوماندانۍ امنيتي مسوولينو په دې اړوند بې خبري ښودلې ده.  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته