امنیت

دامنيتي مسووليتونو دليږدونې په ورځ په جلال اباد ښارکې چاودنه

٦ – کابل باخترددلوي ٦ :

افغان ځواکونو ته دننګرهار ولايت  دامنيتي مسووليتونو دليږدونې په درشل کې  په جلال ابادښار کې چاودنه وشوه  خو ويل  کېږي چې دسرزيان نه دى اړولي .

امنيتي مسوولين وايي چې دغه چاودنه دجلال اباد ښار ددويمي ناحيې په مربوطاتو کې د ايښودل شوي ماين له امله و.

عيني شاهدان وايي چې دغه بم دميا عمر ښوونځي ته څيرمه چولي  شوي دي .

په همدي حال کې دننګرهار دوالي ويندوى احمدضيا عبدالزي دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو  چاوديدونکې توکې  دګازو په يوه بالون کې ځاى پرځاى شوي و

دعبدالزي دڅرگندونوله مخې   ددغې چاود نې له امله  دسرزيان نه داوښتي   داپه داسې حال  کې ده  چې نن دامنيتي مسووليتونو دليږدونې ددويم پړاو په چوکاټ کې افغان امنيتي ځواکونو دننګرهارولايت امنيتي مسووليت له بهرنيو ځواکونو څخه  په غاړه اخلي .

ويل کېږي  چې دچاودنې سيمه دامنيتي مسووليتونو دليږدونې دمراسمو له ځاى څخه زيات واټن لري .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته