امنیت

يوه ميرمن او يو سړى په بدخشان کې په ډزو سره ووژل شول

فيض آباد باختر دوږي دمياشتې پنځمه نيټه  :
طالبانو يوه ميرمن او يو سړى پرون په بدخشان کې په ډزو سره ووژل.
د بدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسوول زاهد عمري د باختر آژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو دغه دوه تنه د زنا د فعل په تور ددغه ولايت په درايم ولسوالۍ کې په يوه صحرايي محاکمه کې په ډزو سره ووژل.
د بدخشان د ولايتي شورا غړي او د درايم ولسوالۍ د خلکو استازي ډاکتر احمدبشيرصميم وويل چې دغه ميرمن او سړى په  يامچيان کلي کې ګاونډيان وو او په معمولي توګه په کليوکې د يوبل کورونو ته تلل او راتلل او وسله والو طالبانو د قضيې له څيړنې او تحقيق پرته کله چې دغه سړى د ميرمنې کورته ننوځي، دوى دواړه نيسي او د سيمې د خلکو په وړاندې په ډزوسره يې وژني.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته