امنیت

په کندز کې دپنځو تنو وسله والو طالبانو وژل کيدل .

کابل باختر د وږي شپږ ويشتمه :
پنځه تنه وسله وال طالبان پرون دکندز ولايت په ګورتيپې  ولسوالۍ کې ووژل شول .
  د ٢٠٩ شاهين قول اردو دمطبوعاتو مسوول جګړن نصرت الله جمشيدي دباختراژانس  خبريال ته وويل  چې دغه وسله وال طالبان  ددغې ولسوالۍ دتلوکه په سيمه کې د افغان ځواکونو په هوايي اوځمکني بريدونو کې ووژل شول .  جمشيدي زياته کړه چې په دې پيښه کې درې تنه طالبان ټپيان شول پنځه ميله وسلې ، څلور  نقليه واسطې ،  دوه قرارګاوې او ددښمن دوه  کلک سنګرونه هم ويجاړې شوي دي .
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته