سیاست

د قندهار په یو شمېر مرکزونو کې د رای ورکولو بهیر ۹ بجې پیل شو

کابل/ د تلې ۶ مه / باختر
د قندهار په مرکز کې د رای ورکولو یو شمېر مرکزونه په نهه بجې پرانېستل شول.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال ویس احمد آرین د خبر له مخې، د قندهار په عینو مېنه کې د رای ورکولو یو شمېر مرکزونه ناوخته پرانېستل شول.
سرچینه زیاتوي چې په ځنډ سره د رای ورکولو د مرکزونو پرانېسته او د بایومتریک په سیستم کې ستونزه د دې لامل شوې چې خلک له رای ورکولو پرته بېرته کورونو ته لاړ شي.
ویس وايي چې د تېرو پارلماني ټاکنو په نسبت د رای ورکولو په بهیر کې د خلکو ګډون کم رنګه تر سترګو کېږي او په ځانګړي ډول مېرمنې.
ویل کېږي په قندهارکې د رای ورکولو ۱۷۴ مرکزونه شته چې ټول یې فعال دي او رای اچونه پکې کېږي.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته