کابل /د لرم ١٦مه /باختر
د هرات والي نن د هرات په صنعتي ښارګوټي کې د «المشارق» د ديني علومو د کتابونو د چاپولو يوه مطبعه پرانیستله.
د هرات والي مولانا نوراحمد اسلام جار د دغې مطبعې د پرانیستلو په وخت کې باختر اژانس ته وويل چې دغه مطبعه د مولانا جليل الله مولوي زاده په مالي مرسته د دوه اعشاريه پنځه میليونو امريکايي ډالرو په لګښت د ديني علومو کتابونو د چاپولو په موخه جوړه شوې ده.
د هرات والي له سوداکرو څخه وغوښتل چې په هېواد کې پانګونه وکړي، ځکه له یوې خوا په هېواد کې اقتصادي حالت ښه کېږي او له بله پلوه هېوادوالو ته به د کار زمينه برابره شي.
ج –ا