ټولنه

پنځه زره تنه پناه غوښتوونکي په يوه اوونۍ کې هيوادته ستانه شول.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٤
په يوه وروستى اوونۍ کې څه ناڅه پنځه زره تنه پناه غوښتوونکي په خپله خوښه له پاکستان څخه هيوادته راستانه شوي دي .
دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت دخپرونو رييس اسلام الدين جرات نن دباختر آژانس خبريال ته وويل : ددغو راستنو شويو کسانو له جملې ١٠٥٦ تنه يې چې ٨٩٥ کورنۍ کيږي قانوني سندونه  لري او نور يې سندونه نه لري.
دترلاسه شويو معلوماتو له مخې له هغو کورنيو سره چې قانوني سندونه لري د مهاجرينو په چارو کې دملګرو ملتو دسازمان دعالي کميشنرۍ دنمايندګي له خوا هيوادته د راستنيدو په وخت کې نغدې مرستې شوې دي او هغه کسان چې سندونه نه لري دننګرهار ولايت دمهاجرينو دراستنولو دچارو درياست له خوا ددغه سازمان دمرستو دترلاسه کولو په مقصد دمهاجرت دنړيوال سازمان ادارې ته معرفي شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته