امنیت

په سرپل کې طالبانو ته د سر زيان اوښتى دى

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٣نيټه :        
په سرپل ولايت کې د وسله والو طالبانو بريد په شا وتمبول شو.
د سرپل  ولايت يو امنيتي مقام وايي چې د دغه ولايت په مرکز پورې اړوند  د بلغي د کلي په امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو بريدونه د امنيتي ځواکونوله خوا په شا وتمبول شو.
دسرپل ولايت امنيه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې وسله والوطالبانو لومړى د دغه کلي په تګلوري کې کمين ونيوه او وروسته يې د پوليسو په پوستو بريدونه وکړل چې په دغه کلي کې د امنيتي اودفاعي ځواکونو دمقاومت په نتيجه او ساحې ته د کومکي ځواکونوپه رسيدو سره بريدګرو ته د سر د دروند زيان په اوښتو سره له ماتې سره مخامخ شول.
خبرځاى د دويم لمبر لويې لارې او ددغه و لايت د سوزمه قلعه په زيانموونکو سيمو کې  د نويو امنيتي پوستو  د جوړولو خبر ورکړ او ويې ويل: په دغه ولايت کې ميشتو امنيتي او دفاعي ځواکونو يو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې لري چې د هغه په عملي کولوسره به د طالبانو تحرکات شنډ کړاى شي.
ددغه ولايت د امنيتي مقاماتو د څرګندونوله مخې: تېره اوونۍ هم وسله والو طالبانو د سوزمه قلعه ولسوالۍ د ګورکاب د کلي په امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې د امنيتي ځواکونو د مقاومت په نتيجه کې په شا وتمبول شول او هغوى ته د سر دروند زيان واوښت، .
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته