ټولنه

په سمنګانو کې د ٢٠٠ جريبه ځمکې په ساحه کې دميوو دبڼونو دجوړولو کار پيل شو.

کابل –  باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٠
دنړيوال بانک په مالي مرسته په سمنګانو ولايت کې د ٢٠٠ جريبه ځمکې په ساحه کې دميوو دبڼونو دجوړولو کار پيل.
دکرنې او اوبو لګولو وزارت دبڼوالۍ او مالدارۍ دملي پروژې ولايتي مسوول عبدالمجيد خيرخوا په سمنګانو ولايت کې دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه بڼونه دکرنې او اوبو لګولو وزارت دمني دکمپاين تر پروګرام لاندې دسمنګانو ولايت دمرکز ايبکو او ددغه ولايت دحضرت سلطان،خرم سارباغ او دفيروز نخچير دولسواليو په مربوطاتو کې دخلکو د ٢٠٠جريبه ځمکې په ساحه کې جوړيږي.
ښاغلي خيرخوا ددغه پروګرام موخه دبڼوالۍ دسيستمونو بيا احيا کول وبلل او زياته يې کړه چې ددغې پروژې له لارې له پلان سره سم دانګورو په هر بڼ کې دلسو زرو افغانيو او دميوو په هربل بڼ کې دڅه ناڅه ٥٠٠٠ افغانيو پانګونه کيږي.
دسمنګانو ولايت دکرنې او اوبو لګولو رياست دبڼوالۍدملي پروژې مسوول دهغو پيسو د اندازې په باب چې ټاکل شوې ده ولګيږي ،څه ونه ويل خو څرګنده يې کړه چې ددغو لګښتونو په سلو کې ٥٠ دبزګرانو له خوا ورکول کيږي .
داپه داسې حال کې ده چې په تيرو اتو کلونو کې دسمنګانو ولايت دخلکو د زرګونو جريبه ځمکې ساحې دکرنې د ادارې له خوا او د نړيوال بانک په مالي مرسته دميوه لرونکو ونو په بڼونو بدله شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته