خبرونه

حامد کرزي د خیبر پښتونخوا پر اعلی وزیر ځانمرګی برید په کلکه وغانده

کابل باختر دسلواغې اته ويشتمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د پاکستان د خیبر پښتونخوا پر اعلی وزیر امیر حیدرخان هوتي باندې ځانمرګی برید په کلکه وغانده.
دجمهوري رياست د مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ
د رارسيدلوخبرونوله مخې پرون د خيبر پښتونخوا د اعلى وزيرد موټرو پر کاروان ځان وژونکی برید تر سره شو چې ښاغلی حیدرخان هوتي پکې روغ پاتې شو.
حامد کرزي ښاغلي هوتي ته په یوه استول شوي لیک کې ویلي دي چې د افغانستان، پاکستان او سیمې د سولې او ثبات دښمنانو تل زموږ د وتلو او مخورو شخصیتونو د له منځه وړلو هڅه کړې ده.
دغه راز په لیک کې ویل شوي دي چې د دښمنانو دا ډول کړنې باید زموږ ولسونه بیدار او متحد کړي تر څو دوی ددغو ورانکارو ډلو په وړاندې خپله ګډه مبارزه، لا پیاوړې او همغږې کړي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته