اقتصاد

دننګرهار په مرکز کې دڅو پرمختيايي پروژو دکار پيل .

کابل / دمرغومي ١١مه / باختر :
دننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې دڅو پرمختيايي پروژو دجوړولو کار پيل شو .
  په دغو پروژو کې  ددرې زره شپږ سوه متره سړکه پخول او کانکريت اچول ، دڅه ناڅه درې زره څلور سوه متره پلګوټي  جوړول ، وياله او بند شامل دي
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختر اژانس ته وويل: ددغو پروژو دجوړولو لګښت  ١٧ مييونه افغانۍ کېږي چې دجلال اباد ښاروالۍ له خوا ورکول کېږي
له دغو  پروژو څخه به دجلال اباد ښار په سلګونو کورنى په مستقيم او په زرګونو نور اوسيدونکي  په غير مستقيم  توګه استفاده وکړي .
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته