سیاست

جمهور رئیس غني د جلریز په ولسوالۍ کې د تروریستانو له خوا د شهیدو شویو سیمه ایزو پولیسو جسدونو ته سپکاوی او بې حرمتي په کلکو ټکو وغندله

کابل باختر د چنګاښ  ديارلسمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د میدان وردګو ولایت د جلریز په ولسوالۍ کې د تروریستانو له خوا د شهید شویو سیمه ایزو پولیسو جسدونو ته سپکاوی او بې حرمتي په کلکو ټکو وغندله او دا کار یې د اسلامي او انساني ارزښتونو او د جګړې د اصولو پرخلاف ناروا عمل وباله.
د میدان وردګو د والي د دفتر د معلوماتو له مخې د پنجشنبې په شپه تروریستانو د جلریز په ولسوالۍ کې د سیمه ایزو پولیسو په یو شمېر پوستو برید وکړل چې د هغوی له سخت مقاومت سره مخامخ شول او دښمن ته یې په ګڼ شمېر کې مرګ ژوبله واړوله خو مکار دښمن د سیمه ایزو پولیسو له مقاومت سره سره دغه د ملي نوامیسو ساتونکي لومړی شهیدان او بیا یې په وحشیانه ډول د هغوی جسدونو ته سپکاوی او بې حرمتي وکړه.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه،که څه هم جګړه  یو تریخ حقیقت دی، خو دا ډول کړنې په هېڅ ډول د زغملو نه دي، ځکه چې جګړې هم اصول او مقررات لري، چې د جګړې ټول لورې یې باید مراعات کړي، د افغانستان د خلکو د دښمنانو له خوا دغه کړنه په حقیقت کې جنګي جنایت دی.
جمهور رئیس غني وویل، د نړۍ هېڅ قانون هم د مړو جسدونو ته د سپکاوي اجازه نه ورکوي، د اسلام مبارک دین د مړو جسدونو ته سپکاوی په مطلق ډول منع کړی دی.
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني له دغې غم لړلې پېښې څخه په خبرېدو سره په ژوره توګه خواشینی شوی او د شهیدانو کورنیو ته د خپلې ژورې خواخواږۍ او ډاډ ګیرنې مراتب وړاندې کوي او د لوی خدای له دربار څخه ورته د جمیل صبر هیله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته