اقتصاد

بڼوالو په بغلان کې تراکتور ترلاسه کړل .

کابل باخترد ليندى  څليرويشتمه :
دبڼوالى اووه کوچنى تراکتورونه  دبغلان ولايت په بڼوالو وويشل شول .
په شمال ختيځ زون کې دکرنې وزارت سلاکار او دبڼوالى دملي پروژې مسوول  محمد غلام ملا خيل  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې دغه تراکتورونه دڅه ناڅه يو مليونو اته سوه زرو افغانيو په ارزښت ددولت په سلو کې دپنځه ويشتو سبسايدي سره  دنهرين +_ دوشي او دمرکزي بغلان دولسواليو او دپلخمري ښار  په اووتنو  مخکښو بڼوالو وويشل شول .
  ددوشي ولسوالۍ يو تن بڼوال حاجي متين  له دولت څخه په مننې سره  ډاډ ورکړ  چې له دغو تراکتورونو څخه په استفادې سره دخپل  بڼوالى دمحصولاتو کچه زياتوي .   ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته