فرهنګ

په جلال اباد ښار کې دافغانستان دمعاصرو ادبياتو جشن خپل کار پاى ته ورساوه

کابل باختر د ليندي اتمه :
په جلال اباد ښار کې دافغانستان دمعاصرو ادبياتو جشن دتيري پنجشنبي په ورځ ديوه پريکړه ليک په صادرولو خپل کار پاى ته ورساوه .
دغه جشن دسلګونو تنو شاعرانو ، ليکوالو ، څيړونکو او دادبي کړه کتونکو په ګډون دګويټه انستيتوت دفرهنګي مرکز له خوا دادبياتو او سولي په نامه تر عنوان لاندي جوړ شوى و.
  دسولې په ټينګښت او په افغانستان کې دشاعرانو ، ليکوالو اوڅيړونکو دادبي فعاليتونو وده ددغه جشن کدجوړولو اصلي هدفونه بلل شوي دي .
ددغه جشن برخه والو پرون ديو پريکړه ليک په صادرولو سره په ټولنه کې دادبياتو مقام ته په اشاري سره دافغانستان له شاعرانو اوليکوالو څخه وغوښتل چې په خپلو اثارو کې دې زياتره انساني پيغامونه منعکس کړي او له هرڅه څخه زيات دي دجګړي دفرهنګ پرځاى  دسولي دفرهنګ دبنسټيز کولو په لاره کې هڅه او هاند وکړي .
په دي پريکړه ليک کې دغه راز داطلاعاتو او فرهنګ له وزارت او دګويټه انستيتوت له فرهنګي مرکز څخه غوښتل شوي دي چې په دي جشن کې دلوستل شويو مقالو په چاپولواقدام وکړي .
دټولنيزو ناخوالو او دردونو رښتيني انعکاس د ادبي اثارو له جوړونکو څخه ددغه جشن دبرخه والو بله غوښتنه وه .
  دغه راز دافغانستان دمعاصرو ادبياتو دجشن برخه والوپريکړه وکړه چې دراتلونکي کال په جشن کې دخبرو وړ موضوع دي ( دراماتيک ادبيات وي )
دافغانستان دمعاصرو ادبياتو دجشن په دويمه ورځ ځينو شاعرانو ، ليکوالو او څيړونکو په هيواد کې دمعاصرو ادبياتو او دسولې دفرهنګ په بنسټيز کولو کې دادبياتو د رول په برخه کې خپل شعرونه ، داستانونه او څيړونکي مقالې ولوستلي
له دې جملې څخه علم ګل سحر دحماسي ادبياتو تر عنوان لاندي مقاله ، محمد نبي صلاحي په شعر کې دسولې پيغام ترعنوان لاندي څيړنيز يادداشت ، فرحت يوسفزي ( دقانوس هستي )  لنډ داستان ، حبيب زړه سواند يوشعر او محمد انور وفا سمندر هم دژوند مينه ګره شپيلۍ ترعنوان لاندي  خپله عملي څيړنيزه مقاله ولوستله .
دغه راز دپنجشنبي په شپه هم ددغه جشن جوړونکو دشعر او داستان دکره کتنې غونډه جوړه کړه .
دباختراژانس خبريال ګلستان غالب چې  په دي غونډه کې يې ګډون کړى و، وايي چې شاعرانو ، ليکوالواوکره کتونکو دشپې تر ناوخته پوري دځينو شعرونو او داستانونوپه باب  کره کتنې وکړي دغه راز دزياتو اثارو دبرابرولو ، سوله ئيز ګډ ژوند او دسولې دفرهنګ دبنسټيز کولو په لور دافغانستان دادبياتو په برابرولو کې لاري چاري وړاندي کړي .
ددغه جشن  په لومړي ورځ حامدکرزي ديو پيغام په ليږلو سره دادبي کارونو په پراختيا او په هيواد کې دسولې  او دګډ ژوندانه دفرهنګ په بډاي کولو کې ددغه جشن جوړول ارزښتناک  وبلل .
جمهور رييس په خپل پيغام کې دادبياتو اصلي هدف سوله او ثبات اوګډه مينه وبلله او دشاعرانو اوليکوالو څخه يې وغوښتل چې دسولې او ګډ ژوندانه په تامينولو کې دادبياتو له رغنده رول څخه په استفادي سره  دجګړي په بندولو اودسولي دفرهنګ په بنسټيز کولو کې خپل رسالت اداکړي .
دغه راز  داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين په يو پيغام کې ويلي دي چې افغانستان په خپلو بيلابيلوژبو دادبياتو په لرلو سره په وروستيو څه ناڅه سلوکلونوکې هم په نظم او هم په نثر کې  او دغه راز ادبي څيړنوکې پياوړي ليکوالان لري .
ډاکتر رهين دګډ ژوندانه او دسولي دفضا په تامينولو کې دادبياتو رول ته په اشاري سره ، ددغه جشن دجوړولو ملاتړ وکړ .
په همدې حال کې په افغانستان کې دالمان دګويټه انستيتوت د فرهنګي مرکز مسوول ابراهيم هوټک وويل دا اتم ادبي جشن دى چې دغه مرکز يې په افغانستان کې جوړوي .
دهوټک دڅرګندونو له مخې داځلې دوى دافغانانو د ډيرې ستري ستونزې دڅيړنې لپاره دادبياتواو دسولي تر عنوان لاندي دافغانستان او دمعاصرو ادبياتو جشن جوړ کړي دي .
په دې جشن کې برخه وال څيړونکى ، شاعران او ليکوال هيله لري چې له ادبياتو او دهغو له وګړني دريځ  څخه په استفادي سره  وکولاى شي دسولي فرهنګ دجګړي دفرهنګ ځاى ناستى کړي او دګډ ژوندانه په برخه کې دادبي اثارو رول جوت کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته