ټولنه

ديرش زره تنه افغانان سږکال د حج په مراسموکې ګډون کوي

کابل باختر دغويي دمياشتې  ٢٥ :
د حج او اوقافو په وزارت کې مقامات وايي چې سږکال به د بيت الله شريف د حج په مراسموکې له افغانستان څخه  ديرش زره تنه ګډون وکړي چې د تېرکال په نسبت شپږ زره تنه زيات دي.
د حج او اوقافو وزارت د علمي مرکز رييس او د دغه وزارت د آزموينې د کميټې رئيس مفتي حجت الله نجيح وويل: د حج او اوقافو وزارت به حاجيانو ته زياتې آسانتياوې برابرې کړي چې د تېرو کلونو په پرتله به زياتې وي.
نجيح چې د حاجيانو له ښوونکوڅخه د آزموينې د اخيستلو په وخت کې خبرې کولې، څرګنده کړه چې دغه آسانتياوې د عمارې يا مسکن، د درې وخته خوړو،  په منا شريف او عرفاتوکې د اسانتياوو، مقدسه اماکنو او سيمو ته ليږدونې او د طبي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې په پام کې نيول شوې دي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې په تيرو وختوکې افغان حاجيانو د بيت الله شريف د حج په بهير او په سعودي عربستان کې د استوګنې په وخت کې خپلې ستونزې لرلې.
دغه ستونزې سعودي عربستان ته د حاجيانو د ليږدونې او راستنولو په ورځوکې  زياتې وې.
خو د حج او اوقافو وزارت دغه مقام وايي چې دغه وزارت له تيرو تجربو څخه په الهام اخيستلو  او د يوه اغيزمن پروګرام په جوړولو سره په دې بريالى شوى دى چې د بيت الله شريف د حج  بهير په سمه توګه مديريت کړي.
د يادوې وړ ده چې سعودي عربستان ته د حاجيانو د ليږدونې او د بېرته راستنولو عمليات به د آريانا د هوايي شرکت له خوا ترسره شي او د يوه حاجي د تګ راتګ لګښت ٩٥٠ ډالره ټاکل شوې ده چې د تېرکال په پرتله به ٣٠ ډالره کم وي.
په همدې حال کې د حج او اوقافو وزارت د حج د رياست عملياتي مسوول نذرالدين عماد وايي چې تېرکال د يو حاجي ټول لګښت ٢٣٠٠ ډالره و، خو دغه لګښت به په روان کال کې کمښت ومومي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته