سیاست

دملي دفاع وزير له ايراني مقاماتو سره وکتل .

کابل باختر دثور  ٢٣
دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي دفاع وزير دايران داسلامي جمهوريت ددفاع له وزير ، لوى درستيز ، دپارلمان دملي امنيت د کميسيون له رييس او دجمهور رييس دامنيت له  سلاکار  سره وکتل .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دهېواد دملي دفاع وزير طارق  شاه بهرامي پرون له ايراني مقاماتو سره ديولړ  خبرو دترسره کولو لپاره ديوه هيئت  په مشرۍ ايران ته سفر وکړ .
دهېواد دملي دفاع وزير له دغو ايراني مقاماتوسره دافغانستان او ايران ددوستانه اړيکو دپراختيا ، دتروريزم او نشه يي توکو پرخلاف مبارزه کې ددواړو هېوادونو دونډې  او د چابهار بندر دفعاليت په خاطر دايران دهمکاريو په باب خبرې وکړې . 
دهېواد دملي دفاع وزير دسولې او امنيت دتټينګښت  په خاطر  دايران او افغانستان همکاري مهمه اړتيا وبلله  او ددواړو  ګاونډيو هېوادونو  ترمنځ ددوستانه اړيکو دلازيات ټينګښت او پراختيايې  دسيمې په ګته وبلله .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته