اقتصاد

ددولس زره جريبه زراعتي ځمکي دخړوبولو زمينه برابره شوه

کابل باختر  دغبرګولي  ١٣

  دکندز  ولايت په قلعه ذال ولسوالۍ کې  ديوبند په جوړولو سره د څه دپاسه دولس زره جريبه زراعتي ځمکي  دخړبولو زمينه برابره  شوه .

 دغه بند  دالمان دپرمختيايي همکاريو دموسسې دڅه دپاسه  يوسلو شپيتو زرو امريکايي ډالرو مرستي په لګښت جوړ شوي دي

  دغه بند دآمو سيند په يوه برخه کې په پاخه او اساسي ډول  دڅلورو مياشتو په بهير کې  جوړ شوي دي .

  په کندز  ولايت کې دآمو دسيند دحوزي داوبودتنظيم مسوول انجنير سيد احمد ناصري باختر اژانس ته وويل دغه بند دسيلاونو دراوتلو  له امله په  بشپړه توګه ويجاړ شوي و او دولس زره جريبه زراعتي ځمکه له اوبو پرته پاتي   وه خو ده زياته کړه چې دنوي بند په پاخه او  اساسي  توګه دجوړښت او دپنځه ويشت کيلومتره کانال په پاکولو سره دغه ځمکي بيا خړوبي  شوي .

 ديادونې وړ ده چې  قلعه ذال  دکندز يوه لري پرته ولسوالۍ ده او په سلو کې نوي تنه اوسيدونکي يي په کرنې ، مالداري بوخت دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته