سیاست

دنويو ټاکل شويو ولسوالانو ته دپوهاوى ورکشاپ جوړشو

کابل باختر  د چنګاښ ٢٤ :
دولسوالانو دپوهې دکچې دلوړولو ترعنوان لاندې يو ورځنى روزنيز ورکشاپ نن د سيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې له  خوا نويو ټاکل شويو ولسوالانو ته جوړشو.
دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې رييس عبدالخالق فراهي په سيمه ييزو ادارو کې د اداري فساد په له منځه وړلو ټينګار وکړ او ويې ويل: هغه ولسوالان چې خپلو دندو ته ځي؛ بايد په قوي ارادې سره هلې ځلې وکړي چې په سيمه ييزو ادارو کې شفافيت بنسټيز کړي.
دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې رييس ولسوالان په سيمه ييزه کچه دحکومت استازي وبلل او له هغوى څخه يې وغوښتل چې دخلکو او حکومت ترمنځ واټن له منځه يوسي او دخلکو ستونزې په اساسي ډول وڅيړي.
دغه راز د امنيتي ستونزو، امکاناتو او تجهيزاتو په باب د ولسوالانو له خوا يولړ پوښتنې طرحه شوې چې دفراهي له  خوا په عمومي ډول ځوابونه وويل شول.
ولسوالانو د ولسواليو  د ودانيو او تجهيزاتوکمښت ، دليږدونکووسايطوکمښت، د ولسواليو او امنيه قوماندانيوترمنځ د اساسي همغږۍ نشتوالي، د ساتونکي نشتوالي او د ولسوالانو په معاشونوکې ځنډ مهمې ستونزې وبللې .
دسيمه ييزو ارګانونو دخپلواکې ادارې دپاليسي اومسلکي معين ډاکتر فريدماموندزي د ولسوالانو د پوښتنو په باب په جزئياتو سره ځوابونه  وړاندې کړل او ويي ويل چې دغه اداره هلې ځلې کوي چې ولسوالانو ته ښه امکانات او تجهيزات برابرکړي.
ده وويل: ولسوالانو ته سل موټرونه پيرودل شوي او ويشل شوي دي اوپه پلان کې دى چې شپيته نور موټرونه هم ولسوالانو ته وپيرودل شي.
ده دغه راز زياته کړه: په پام کې لرو چې تر راتلوونکو دوو کلونو پورې ولسواليو ته د شلو ودانيو دجوړولو پلان عملي کړو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته