کابل باختر دوري څوارلسمه :
په پنځو ولايتونوکې له پيښو سره دڅيړنې په چاروکې د دولت وزارت له ٣٣٩ زيانمنو شويو کورونو سره مرسته وکړه .
دباخترآژانس دخبرله مخې: په هغه خبرپاڼه کې چې دحکومت داطلاعاتو او رسنيو د مرکز له خوا خپره شوې ده؛ ويل شوي دي:
له پيښو سره د څيړنې په چاروکې د دولت وزارت د ميدان وردګو، سرپل، لغمان، تخار او د غزني په ولايتونوکې په طبيعي او غير طبيعي پيښوکې له ٣٣٩ زيانمنو شويو کورنيو سره خوراکي او غير خوراکي توکي مرسته کړې ده.
په دغو مرستوکې اوړه، وريجې، بوره، شړۍ ، دپخلنځي لوښي، داوبو بوشکې، غوړي، لوبيا، چاى، فرشونه، ترپال، صاپون او خيمې شاملې دي چې د جګړو او نا امني له امله په بې ځايه شويوکسانو او د شهيدانو او ټپيانو په وارثانو ويشلې شوې دي.
0 1 دقیقه لوستل