کابل / دکب ١١مه / باختر :
د پوهنې وزارت سرپرست ډاکتر محمد ميرويس بلخي د چارو د ښه والي په منظور، دښوونکي دروزنې لوى رياست بررسي کړ .
د باختراژانس د خبرله مخې، د پوهنې وزارت سرپرست د مديريتي جوړښت د ښه والي او د زيانمنونکو ټکو پېژندنې په موخه د ښوونکي د روزنې لوى رياس، د محصلانوچارو امريت، د داخل خدمت او له خدمت څخه مخکې محصلانو چارو مديريت، د درجو د بورد د ترفيعګانو امريت، داستادانو څانګه، دليليو دناظمانو مديريت او داستخدام لوى مديريت وکتل .
ډاکتر بلخي د دغې څېړنې په بهير کې د ښوونکي د روزنې لوى رياست د بېلابېلو برخو مسوولانو او کارکوونکو ستونزې او غوښتنې واورېدې او د دغه رياست د مديريتي نظام پر لوړوالي او د چارو په ښه والي باندې يې ټينګار وکړ.
ختم_عطاالله _ اکرم