ښوونه او روزنه

په هلمند کې قاریان وستایل شول

کابل/دلړم۱۲مه/باختر
د هلمند دوه قاریان چې د حسن قرائت په سیالیوکې یې لومړي مقامونه خپلي کړي دي؛ په هلمند کې د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.
د دغه ولایت د حج اوقافو رییس محمد داوود مدقق وايي چې قاري شوکت علي په هرات کې د هېواد په کچه په جوړه شوې سیالۍ کې لومړي مقام خپل کړ او میثم علي هم د نړیوالو حسن قرائت سیالیو لپاره د قاریانو د ټاکنې په سیالیوکې لومړی مقام خپل کړی دی.
په همدې حال کې د هلمند والي تورن جنرال محمد یاسین خان وايي: هغه کورنۍ چې خپل اولادونه دیني زده کړو ته هڅوي او په دې برخه کې يې ملاتړ کوي؛ د ستاینې وړ دي .
هغه زیاته کړه: په ځانګړې ډول د قرانکریم د ښې زده کړي او قاریانو د هڅونې برخه کې به د هغوی ملاتړ کوي او د یوې منظمې ټولنې په رامنځ کولو سره به د هغوی ستونزو او غوښتونو ته هم پر وخت لاس رسی وشي.
یاسین خان وویل: حکومت په هېواد کې د دایمي سولې راتلو لپاره پوره ژمنیتا لري او خپلو هڅو ته دوام ورکوي، خو د تلپاتې سولې راتلو لپاره د دیني عالمانو او قومي مشرانو ګډون هم اړین دی چي په سیمه ییزه کچه خپلې هڅې وکړي چې دلته نور ورور وژنه پای ومومي او خلک په آرامه فضا کې ژوند وکړي.
د غونډې په پای کې دواړه قاریان په ستاینلیکونو او نغدي مکافاتو وستایل شول.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته