ښوونه او روزنه

د هيواد د سړو سيمودښوونځيو د زده کوونکو لوست سرله سبا پيليږي .

کابل_  باختر دزمري شلمه :
دهيواد د سړو سيمو د ښوونځيو د زده کوونکو لوست سرله سبا پيليږي .
دپوهنې وزارت دخپرونو رييس محمدکبيرحقمل د باخترآژانس خبريال ته وويل: دهيواد د سړو سيمو د ښوونځيو د زده کوونکو لوست چې دعمومي تعليماتو ، اسلامي تعليماتو ، دتخنيکي او مسلکي تعليماتو او د ښوونکو د روزنې موسسې او ښوونځي پکې شامليږي؛ سرله سبا له دوبنۍ رخصتۍ څخه وروسته د روان کال  د زمري دمياشتې له يوويشتمې نيټې د دوشنبې  له ورځې څخه  پيليږي .
دغه راز حقمل له ښوونکو او زده کوونکو څخه وغوښتل چې سرله سبا دې خپلو اړوندو ښوونځيو او لوست ته حاضر شي .
په همدې حال کې د زده کوونکو ځينې مشران وايي چې هوا ډيره توده ده او د ښوونځيو درسي ټولګي هم سړونکي وسايل نه لري او آن يوشمېر زده کوونکي په پرانستې فضا او تر خيمو لاندې زده کړه کوي .
دوى وايي چې بايد د پوهنې وزارت مقامات دغه موضوع په پام کې ولري او دغو انديښنو ته دحل لاره ولټوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته