ټولنه

له دوه سوه جګړه ځپلو کورنيو سره مرسته .

کابل – باختر د لړم دمياشتې ٢٤
په ننګرهار ولايت کې دڅه ناڅه دوه سوه جګړه ځپلو کورنيو سره مرسته وشوه .
دغه کورنۍ په پچير او اګام ولسوالۍ په ځينو سيموکې دجګړو او د ډار اچوونکو ډلو دشتون له امله دجلال آباد ښار ته مهاجر شوي دي .
دغه مرستې دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت له خوا برابرې شوې دي دننګرهار ولايت دمهاجرينو دراستنولو چارو رييس باختر اژانس ته وويل په دې دوره کې له دوه سوه شپږو جګړه ځپلو کورنيو سره دخوراکي توکو مرسته شوې ده .
ده وويل په نږدې راتلوونکى کې به له دغو کورنيو سره دنورو لوازمو او جامو مرسته هم وشي.
په پچير اوګام ولسوالۍ کې د داعشيانو دشتون او فعاليت زياتوالى ددې سبب شوى دى چې زرګونو کورنۍ دخپلو کورونو پريښودته اړ شي.
دننګرهار پوځي مقامات وايي هلې ځلې کوي چې دعملياتو په ترسره کولو سره دپچير او اګام ولسوالۍ د داعشيانو له شتون څخه پاک کړي او دخلکو د ارام ژوندانه لپاره زمينه برابره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته