سیاست

جمهور رئیس غني د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له نوي استازي سره چې ترراتلونکو درې میاشتو پورې به رسماً خپل کار پیل کړي، وکتل

کابل باختر دوري دمياشتې ٦:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني پرون له غرمې مخکې له  تادامیچي یوماموتو سره چې د ملګرو ملتونود سازمان سرمنشي په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د دغه سازمان د ځانګړي استازي په توګه انتخاب کړی دی، وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، یوماموتو د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا له لوري د ۱۳۹۵ل کال لپاره د یوناما د ماموریت د تمدید او تصویب په هکله جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.  
ده وویل، دملګرو ملتونو سازمان د افغانستان د خلکو ستونزې درک کوي او په سختو شرایطو کې مهم کارونه ترسره کوي او د سولې پروسې د ملاتړ، له فساد سره د مبارزې، د افغانستان دولت د فعالیتونو د زیات موثریت او نورو بېلابېلو برخو کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
جمهور رئیس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ملګرو ملتونود سازمان د مرستې او همکارۍ قدرداني وکړه او وې ویل، په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې مرستې او همکارۍ د افغانستان دحکومت په کړنو کې یې مثبت بدلونونه رامنځته کړي، کېدای شي زیات موثریت ولري.
جمهور رئیس د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي څخه وغوښتل، چې هغه بنست دې د ټولټاکنو په برخه کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي. هغه وویل، په ټولټاکنو پروسه کې د یوناما د تخنیکي همکاري په خاطر به د افغانستان حکومت خپل غوښتنلیک به ژر د ملګرو ملتونو سازمان دمعاونت دفتر ته وسپاري. 
په پای کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو نوي استازي څرګنده کړه، ملګري ملتونه او ټول نړیوال شریکان يې د افغانستان د سیاسي او اجتماعي شرایطو په درک سره په دې برخه کې د پرمختګ په خاطر انعطاف پذیري لري او هر ډول همکاري ته تیار دی.
ښاغلي یوماموتو اوس مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د ځانګړي استازي مرستیال دی چې تر راتلوونکو درېو میاشتو پورې به د افغانستان لپاره د دغه سازمان د ځانګړي استازي په توګه رسماً خپله دنده پیل کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته