سیاست

جمهور رئیس حامدکرزي د آسیا لپاره د بریتانیا د دولت له وزیرې سره وکتل

کابل باختر دلړم دمياشتې  ١٥ :
د افغانستان جمهور رئیس حامدکرزي د آسیا لپاره د بریتانیا د دولت له وزیرې مېرمن برونس سیدا وارسي سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دې کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، حامدکرزي مېرمن برونس سیدا وارسي ته د ښه راغلاست ويلو په ترڅ کې بریتانیا ته د افغانستان د لوړ پوړي دولتي پلاوي سفر مثبت و ارزولو، ويې ویل چې د سند هرست له پوځي اکاډمۍ څخه لیدنې راباندې ژوره اغېزه وکړه ، هیله لرم چې په دغې اکاډمۍ کې د افغان افسرانو روزنه دوام ومومي او ورسره د هغوی په شمېرکې زیاتوالی هم راشي.
جمهوررئیس حامدکرزي د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته د اشارې په ترڅ کې وویل ، چې دغه ملي بهیر په ښه ډول روان دی او هڅه کوو چې په دغو انتخاباتو کې د کورنیو او بهرنیو لاسوهنو مخه ونیسو ترڅو د افغانستان خلک وکولای شي له هر ډول لاسوهنې پرته په شفافو، آزادو او عادلانه انتخاباتوکې برخه واخلي او داسې څوک د خپل راتلونکي جمهوررئیس په توګه وټاکي چې د ټولو افغانانو لپاره د منلو وړ وي.
د هېواد جمهوررئیس وویل د لویدیځ همکارۍ به په افغانستان کې هله ډیره ګټوره وای چې دوی له تروریزم سره مبارزه د افغانستان د کلیو او بانډو پرځای، د افغانستان له پولو څخه د باندې د ترهګرو په پټنځایونو او روزنځایونوکې ترسره کړې  وای.
مېرمن برونس سیدا وارسي په افغانستان کې د انتخاباتو په پروسه کې له رامنځته شویو پرمختګونوڅخه  ستاینه وکړه.
مېرمن برونس سیدا وارسي زیاته کړه: د بریتانیا صدراعظم ژمن دی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو د ښه والي او په سیمه کې د امن د راوستو لپاره، د افغانستان، پاکستان او بریتانیا ترمنځ درې اړخیزو ناستو ته په خپل کوربه توب دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته