کابل باختر د وري نهه ويشتمه :
په وروستيو کلونو کې په بغلان کې دغاليو صنعت وده او پراختيا کړې ده.
د باختراژانس د سيمه ېيز خبريال دخبرله مخې، د بغلان دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا رياست دکليوالي صنايعو د برخو د جوړولو له پيل څخه تراوسه پورې په دغه ولايت کې دڅه دپاسه څلور سوه پنځه نوي مربع متره ، غالي اوبدل شوي او مارکيت ته وړاندې شوي دي .
د بغلان د کليو د بيا جوړولو اوپراختيا رياست د خبري برخې مسوول محراب الدين ابراهيمي وايي، چې پنځه سوه غالۍ اوبدونکې کورنۍ په مرکزي بغلان ، د دوشي ولسواليو او په پلخمري ښار کې د دغه پروګرام ترپوشښ لاندې دي.
سرچينه زياتوي چې، د دغې پروګرام اساسي موخه د وطني غاليو دصنعت وده او پراختيا، راستنو شويو کورنيو ته دکار برابرول ، دبې وزلۍ او د وزګارتيا له منځه وړل او دبې وزلو کورنيودمالي بنسټونو پياوړې کول دي.
ابراهيمي زياته کړه، هغه کورنيو ته چې د دغه پروګرام ترپوښښ لاندې دي د غالۍ اوبدلو په وسايلو اوپنځه سوه کارګاهو سربېره ، دغالي يو دېرش کيلوګرامه تار وېشل شوي دي .
ده زياته کړه چې د دغو کورنيو له خوا اوبدل شوې غالۍ د ورځې له غوره غاليو څخه دي چې دبازار له اړتياو سره سم اوبدل شوي دي .
ختم _ مينه_ ج _ اکرم
4 1 دقیقه لوستل