خبرونهاقتصادټولنه

په سرپل کې د تلف شویو څارویو شمېر له ۸ زرو واوښت

کابل، د کب ۱۲مه، باختر

د غور ځايي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې د وروستیو اورښتونو او سړې هوا له کبله تلف شویو څارویو شمېر له ۸ زرو لوړ شوی دی.

د دغه ولایت د والي ویاند مولوي حبیب الله مسرور باختر آژانس ته وویل چې دغه شمېر څاروي په سانچارک، صیاد، البدر، سوزمه قلعه او بلخاب ولسوالیو کې تلف شوي او امکان شته چې دغه ارقام نور هم لوړ شي.

مسرور زیاته کړه چې د ولایت مقام رهبرۍ د یو میلیون افغانیو په لګښت د مالدارانو د ملاتړ لپاره د حیواناتو خوراکه اخیستې او د څارویو د تلف کېدو د مخنیوي لپاره یې پر مالدارانو وېشلي دي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزراء ملا محمد حسن اخند له لوري د اورښتونو له کبله د څارویو د تلف د مخنيوي په موخه  ۵۰ ميليونه افغانۍ سمدستي مرسته منظوره کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته