ښوونه او روزنه

ددولتي پوهنتونونو په شپنيو زده کړو کې دشموليت د داوطلبانو دکانکور ازموينه واخستل شوه .

کابل باختر دزمري نهه ويشتمه :
کابو دريو زرو تنو داوطلبانو نن ددولتي پوهنتونونو په شپنيو  برخوکې دشموليت دکانکور ازموينه ورکړه .
دباختراژانس دخبر له مخې، دلوړو زده کړو وزيرې ډاکترې فريدې  مومند وويل: په دې ازموينه کې چې په کابل پوهنتون کې واخستل شوه کابو دريو زرو تنو نجونو اوهلکانو ګډون کړى و .
فريدې  مومند  زياته کړه  چې په روان کال کې  ددولتي پوهنتونونو دشپنيو برخو په ازموينه کې به ١٥٠٠٠ تنه داوطلبان ګډون وکړي چې له دې جملې څخه ٥١٨٠تنه يې ددولتي  پوهنتونونو دشپنيو برخو په بيلابيلو پوهنتونونوکې منل کيږي .
دلوړوزده کړو وزيرې وويل چې دغه ازموينې دکابل د حوزې په ګډون دازموينې په اوو حوزو کې چې دبلخ ، قندهار ، کندز ، هرات ، پکتيا او دننګرهار ولايتونه پکې  شامل دي  اخستل کيږي .
دې زياته کړه چې په بل پړاو کې دکندزاو هرات په حوزو کې ازموينه اخستل کيږي او دازموينو له پاى ته رسيدو څخه يوه اوونۍ وروسته به دازموينو نتيجې اعلام شي .
دې دکانکور دازموينو دشفافيت په لاره کې ترلاسه شويو برياليتوبونو ته په اشارې سره وويل چې دلوړو زده کړو وزارت يوه نوي طرحه ترلاس لاندې لري چې ددغې طرحې په عملي کيدو سره دکانکور دازموينې په لاره کې پاتې پراته خنډونه هم له منځه ځي او په پوهنتونونوکې دشموليت دکانکور ازموينې په معياري ډول اخستل کيږي .
دې وويل چې دکانکور په راتلوونکو ازموينوکې به دګوټو دنښې په اخستلو او دسترګو په تشخيص  سربيره دازموينې داخستلو وخت هم مشخص شي چې دکب له مياشتې څخه به پيل او دزمري دمياشتې ترپاى پورې دوام ومومي چې  په دې صورت هغه ستونزې چې دجوي حالاتو او دسمسترونو دپيل له پلوه په تيره بيا دبورسونو په برخه کې شتون درلود لرې کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته