امنیت

٢٥ تنه وسله وال مخالفين ونيول شول.

کابل – باختر د مرغومې دوه لسمه :
دکورنيو چارو وزارت خبرځايونه وايي چې د امنيتي ځواکونو د چانيزو عملياتو په بهيرکې پنځه ويشت وسله وال طالبان ونيول شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: په هغو عملياتوکې چې دننګرهار،کاپيسا، کندز، ميدان وردګو، لوګر، غزني او د هلمند ، د ولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول، له دغو ځواکونو سره په جګړه کې پنځه ويشت تنه وسله وال طالبان ونيول شول او دوه تنه نوريې ووژل شول.
د يادونې وړده، د دغو فعاليتوپه بهيرکې د وسايطو ضد دوه ماينونه، يو شمېر سپک او درانده جنګي وسايل،يو موټر سايکل، دوه موټرونه اوسل کيلوګرامه اپين په عملياتو د شاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته