ټولنه

دکمپیوتردعملی زده کړو ټولګی پرانستل شو

کابل باختر دلړم دمياشتې ١٥ :
دسرحدونواوقبایلوچارو وزارت پورې اړوند دلومړي نمبرخوشحال خان په عالي لیسه کې دکمپیوتردعملي زده کړوټولګی پرانستل شو.
دسرحدونو اوقبايلو دچارو وزارت دخپرونو رياست باخترآ ژانس ته خبرورکړ   :
په هغې غونډه کي چې په همدې مناسبت  ددغې ليسې دکنفرانسونو په تالار کې دسرحدونواوقبایلو چارو وزارت دسیاسي معین عبدالمالک صدیقي ، دقومونو اوجرګو معین محمد یعقوب احمدزي، دښوونې اورورنې چارو ریس ښاغلي محمد نبي شهاب، داطلاعاتو اوعامه اړیکو ریس ښاغلي عبدالوحید خاورې دلېسې مشرتابه پلاوي، ښوونکو اوزده کوونکو په ګډون جوړه شوې وه عبدالمالک صدیقي وینا وکړه. ويې ویل:
خوښ یم چې د خوشحال خان په لومړي نمبر لېسه کې دښوونې اوروزنې دپرمختګ له پاره یوبل ګام اخستل کیږي. دسرحدونواوقبایلوچارووزارت ستاسوګرانو زده کوونکو دښې اوسالمې ښوونې او روزنې لپاره دلېسې په دننه کې دانګلیسي ژبې کانکورته دتیاري او دکمپیوترکورسونه اونورې اساتیاوې برابرې کړي دي. هیله موداده چې دشتو امکاناتوڅخه پوره ګټه پورته کړئ.
دکمپیوتردعملي زده کړو ټولګی دسرحدونواوقبایلو چارو وزارت په هڅو اودامریکا دمتحده ایالاتو دسوپریم کمپنۍ په مالي لګښت جوړشوی دی. چې (37) پایې کمپیوټرونه لري
. ټول باید پرنوې تکنالوژۍ ځان پوه کړئ اوورسره پوره بلدتيا پیدا کړئ ترڅو په راتلونکې کې له هغې څخه دخپل هېواد په پرمختګ کې ګټه واخلئ.
همدارنګه احمدزي هم پخپله وینا کې زده کوونکي دښوزده کړو ترلاسه کولوته وهڅول
غونډې په پای کې هغه ټولګی چې دکمپیوتردعملي زده کړولپاره ځانګړی شوی وه دعبدالمالک صدیقي اوښاغلي احمدزي له خوا د پټۍ په پریکولوسره پرانستل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته