۱۰۰ ورځې

ډاکتر اشرف غني احمدزي باميانو ته سفر وکړ .

کابل باختر دوري نهمه :
دجمهوري رياست نوماند ډاکتر اشرف غني احمد زي  نن خپل کاري پروګرامونه په باميانو کې دخپلو يوشمير ملاتړو په وړاندې بيان کړل .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې  په دې غونډه کې ډاکتر اشرف غني احمدزي وويل دتحول او تداوم ټيم په دې باور دى چې افغانان ددې هيواد په ګوټ ګوټ کې برابر حقوق لري اوبايد له دغو حقوقو څخه ګټه واخلي .
ډاکتر احمدزي خپلو ملاتړوته څرګنده کړه که چيرې ټيم يې دورى دمياشتې له شپاړلسمې  نيټې دجمهوري رياست  په انتخاباتوکې  بريالى شى ځوانانو ته دکار او تحصيل فرصتونه برابروي  او دباميانو ولايت دخلکو دژوندانه دښه والي په لاره کې  به هيڅ راز هلې ځلې ونه سپموي .
  دجمهوري رياست  دنوماند ډاکتر اشرف غني احمدزي دويم مرستيال سرور دانش وويل داړونده ټيم دبرياليتوب په صورت کې به دباميانو خلکو ته داستوګنې دکورونو دبرابرولو او دنورو  ټولنيزو خدمتونو دوړاندې کولو په لار کې جدي هلې ځلې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته