امنیت

اتلس تنه داعشيان دننګرهار ولايت په کوټ کې ووژل شول .

کابل باختر دچنګاښ شپږمه :
دداعش دډلې  اتلس تنه  تروريستان  دننګرهار ولايت  په کوټ ولسوالۍ کې  دامنيتي ځواکونو په ګډو عملياتوکې ووژل شول .
  دکورنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  په دغو عملياتوکې چې  دداعشيانو دځپلو په موخه  پرون مازيګر دننګرهار ولايت دکوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول  داعشيانو ته  دسردروند زيان واوښت او په نوي پرمختيا کې دداعشيانو  ددوو  تنو قوماندانانو  په ګډون ددغې تروريستي ډلې اتلس تنه غړي  ووژل شول  او دوه ويشت تنه نور يې ټپيان شول .
  همدااوس  دداعشيانو دځپلو په موخه  دکوټ ولسوالۍ  په څو کليو کې  دامنيتي ځواکونو  ځمکني او هوايي عمليات  دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته