کابل باختر د لړم شپږ ويشتمه :
دماليې وزير اکليل حکيمي پرون په افغانستان کې داروپا د اتحاديې له سفير او فوق العاده استازي فرانز مايکل ميلبن سره وکتل .
دماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ په دې کتنه کې دواړو لورو دبروکسل له کنفرانس وروسته دافغانستان د دولت دعملي اقداماتو ٢٠١٧- ٢٠١٨ کلونو لپاره دمتقابل حساب ورکولو په چوکاټ کې دژمنو تطبيق له مرستندويو هېوادونو سره دهمغږي دملي پرمختيا په چوکاټ کې ، دافغانستان ددولت دژمنو د ١٣٩٦ مالي کال دبودجې دبرابرولو دڅارنې او سمون دګډ بورد دغونډو دجوړولو ، جګپوړي دولتي هيئت او په ٢٠١٨ کال کې دوزيرانو په کچه دکنفرانس په باب خبرې وکړې .
دماليې وزير په بروکسل کنفرانس کې داروپا داتحاديې دغوڅ ملاتړ او مرستو له امله مننه وکړه .
داروپا اتحاديې په بروکسل کنفرانس کې دافغانستان دبرياليتوب اولاس ته راوړنو هرکلى وکړ او دافغانستان له دولت اوخلکو سره يې دخپلو مرستو ددوام ډاډ ورکړ .
0 1 دقیقه لوستل