امنیت

څلور تنه انسان تښتوونکې ونيول شول

کابل باختر دوږي  پنځمه
  دسمنګانو ولايت پوليسو پرون څلور تنه انسان تښتوونکې ونيول
دسمنګانو ولايت دامنيې قوماندانۍ له  جنايي جرمونوسره دمبارزي مدير سمونمل غلام محمد زلمي  باختر اژانس ته  وويل  دغو کسانو دوږي دمياشتي په لومړي نيټه دايبکو په ښار پوري اړوند داسيا عرب دګذر يو اوسيدونکې ديارلس کلن ماشوم وتښتاوه او دبلخ ولايت دخلم ولسوالۍ ته يي ليږدولي و .
خبرځاى  زياته کړه دغه کسان کله چې  په دې پوه شول پوليسو ددوي دنيولو  لپاره په عمل لاس پور ي کړي دي له موټر سره وتښتيدل او دپوليسو له ويري يې ماشوم دايبکو ښار په لرغان سيمه کې له موټر څخه ښکته وغورځاوه او وتښتيدل چې دپوليسو له خوا درباطک  په کنترولي پوسته کې ونيول شول
دغو کسانو په لومړنيو څيړنوکې په خپل جرم  اعتراف کړي دي .
ديادونې وړ ده چې له دوى  څخه يوه تومانچه ، يوموټرسايکل او يوه اندازه سپکې وسلې هم ترلاسه شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته