کابل باختر آژانس د وږى ٢٢
دهرات –دلارام په لاره کې دوسله والې غلا او دسپرليو دځورونې دپيښو له زياتوالې وروسته پوځي مقاماتو په دې لاروکې دلسګونو تنو امنيتى ځواکونو دځاى پرځاى کولو خبر ورکړ.
ويل کيږى چې دملي دفاع وزارت په دې لاره کې چې په هيوادکې يوه ډيره ګڼ ميشته لاره بلل کيږي يو ثابت او ګرځنده مرکز جوړکړى دى.
دظفرقول اردو يوه مسول باختر آژانس ته وويل چې په دې مرکز کې دځاى پر ځاى شويو سرتيرو دنده ددغې لارې دامنيت تامينول دي
ده هيله وکړه چې ددغو ځواکونو په ديره کيدو سره په دې لاره کې دغلا اوشوکمارى پيښې کمې شي.
1 د یوې دقیقې څخه لږ