کابل/باختر/ د وږي ۱۱ مه
نهه وسله وال طالبان پرون په بلخ کې ووژل شول.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمد حنيف رضايي دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د بلخ د چمتال ولسوالۍ په خلچي او ينګي قلعه سيموکې ووژل شول.
دغه راز د دفاعي او امنيتي منسوبینو په عملياتوکې چې د چمتال ولسوالۍ په ينګي قلعه سيمه کې ترسره شول؛ د طالبانو د مهماتو يوه زېرمه ترلاسه شوه او څو جنګي وسايل پکې له منځه يوړل شول.
ختم- سعيده - اکرم