ټولنه

په ننګرهار کې د دوو روغتونونو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې

کابل/ باختر/ د کب دمياشتې ۵ مه
په ننګرهار ولایت کې د دوو روغتونونو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.
ټاکل شوې ده دغه روغتونونه د عامې روغتیا وزارت له بودجې څخه د ۶۰ ميلیونو افغانیو په لګښت د دُربابا او مومند درې په ولسوالیو کې جوړ شي.
د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکتر نجیب الله کامه وال د باختر آژانس خبریال ته وویل چې د دغو روغتونونو په جوړولو سره به د دُربابا او مومند درې ولسوالسو په زرګونو کورنۍ روغتیایی او با کیفیته خدمتونو ته لاس رسی پیدا کړي .
دغه روغتونونه د یوه په بهیرکې کال کې جوړیږي .
د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل د دغو روغتونونو د بنسټ د ډبرې د ایښودلو په وخت کې وویل چې هلې ځلې کوي د روغتونونو د جوړولو په زیاتوالي سره ددغه  ختیځ ولایت اوسیدونکو ته روغتیایی او با کیفیته خدمتونو وړاندې کړي .
دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولایت د لرې پرتو کلیو اوسیدونکو تل روغتیایي او با کیفیته خدمتونو ته د نه لاس رسی له امله شکایت کاوه.
پای / سعیده
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته