اقتصاد

د٩٧ مليو نو ډالرو په ارزښت يو موافقه ليک لاسليک شو .

کابلباختر دچنګاښ ٥ مــــــــــــه

دشبرغان دګازلرونکو ساحو د پرمختيا يي پروژو دتطبيق او ملا تړ په مقصد نن مازيګر د هيواد د کانونو وزارت اود امريکا د متحده ايالاتو دبهرنيو چارو وزارت ترمنځ يو موافقه ليک لاسليک شو.

دباختر اژانس دخبر له مخې : دغه موافقه ليک  د کا نو نو وزيروحيد الله شهرا ني اود ا مريکا دمتحده ايالاتو دبهرنيو چارو وزارت مرستيال توماس ناتيس د هيواد د ماليې د وزير ډاکترعمر زاخيل وال په شتون لاسليک کړ .

ددغه موافقه ليک په لاسليک کولو سره د ا مريکا  دبهرنيو چارو وزارت  دپرمختيايي پروګرامونو له مخې دشبرغان په ګاز لرونکو سا حو کې د٩٧ مليونو دالرو په ارزښت په دوو برخو کې چې د٣٧ مليونوډالرو په ارزښت دجنګل کلان په سيمه کې ددوو ګازلروونکو څاګانو بيارغاول او احيا کول او دوو نويو څاه ګانو کيندل اود ٦٠ مليو نو ډالرو په ارزښت دسلفر د نوى دستګاه جوړول دي اودغه راز دحرارتي بريښنا د تو ليد دفا بريکې په جوړولو کې مرسته کوي.

ديادونې و ړ ده چې په دې ستره پروژه کې ددغو دوو عناصريعنى دڅلورو ګاز لرونکو څاګا نو د پرا ختيا اودسلفر دتجريد ددستګاه د جوړولو په مقصد د ا مريکا نړيوال پرمختيا يي سا زمان USAIDله خوا اووه نوي مليو نه ډالره مرسته ورکول کيږي اودوه سوه مليو نه ډالره نور دامريکا د متحده ايالاتو دبهرنيو پانګونو  د ملا تړ دسا زمان له لارې چې څه مو ده مخکې د افغا نستان دکابينې له خوا تاييد شوى و تمويل او پا نګه اچول کيږي.

ټا کل شوې ده ددغې پروژې کار د ٢٠١٥ ميلادي کال د اپريل تر مياشتې پورې بشپړ شي او ددغې پروژې په تطبيق سره افغانستان په دواړو برخو يعنى له منابعو څخه د استفادې اودغه راز د انر ژي د مصوونيت د امنيت په تا مينولو کې مهم ګام پورته کوي

 ددغې پروژې اغيزمن تطبيق دټولنيزو خدمتونو دپراختيا او وړاندى کولو، په کليو او بانډو کې د ژوندا نه د کچې په لوړ ولو اود کار درامنځته کيدو په برخه کې اغيزمن دي اودغه راز ددايمى شتون په نسبت د خلکو باور پيا وړى کوي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته