نړۍ

واشنګتڼ نه غواړي چې دتورخم دشخړې په حل کولو کې دمنځګړيتوب رول ولوبوي .

واشنګتن  باختر د غبرګولي  نهه ويشتمه :
په تورخم بندر کې وروستيو نښتو امريکايي مقامات زيات انديښمن کړي دي .
دامريکا دبهرنيو چارو وزارت وياند جان کري پرون په يوه خبرې غونډه کې وويل :هيله لري چې دافغانستان او پاکستان مقامات ددواړو هېوادونو ترمنځ دتاوتريخوالي په حل کولو لاس پورې کړي .
  ده زياته کړه چې موږ په تورخم  بندر کې  دنښتو له امله  ژوره انديښنه لرو اولکه څنګه چې پرون مې هم وويل: له دواړو لورو څخه غواړو چې  تاوتريخوالى کم اوديالوګ پيل کړي چې ستونزې حل شي او بندر پرانيستل شي او داکار په سوله ئيزه  توګه ترسره کړي .
موږ په دې باب دمنځګړيتوب رول نه لوبو .
کري دخپلو خبرو په دوام زياته کړه چې په دې باب يې ددواړو هېوادونو له جګپوړو مقاماتو سره هم خبرې کړې دي .
ده وويل چې افغانستان او پاکستان هم ګډې ګټې  لري او هم  له ګډو ګواښونو سره مخامخ  دي .
افغان او پاکستاني پوځيانو دتيرې اوونۍ ديکشنبې په ورځ په تورخم  بندر کې جګړه پيل کړه .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته