ميمنه باختر دوږي دمياشتې ٢٧ نيټه :
د ډار اچوونکو له شتون څخه د فارياب ولايت د غورماچ ولسوالۍ تر بشپړ پاکولو لپاره تياري نيول شوي دي.
دغه ټکى د ٢٠٩ شاهين قول اردو د مطبوعاتو مسوول جګړن نصرت الله جمشيدي د باختر آژانس ته څرګنده کړه او ويې ويل چې ډير ژر د فارياب ولايت د غورماچ ولسوالۍ د نا امنو ساحو د بشپړ پاکولو په مقصد پراخ عمليات پيليږي.
ده زياته کړه چې د هېواد د هوايي قوتونو هليکوپټرونه د غورماچ ولسوالۍ او چينايي کمپنونه اکمالات کړي او له څو استقامتونو څخه د دښمن په سنګرونو عمليات پيل شوي دي .
پاى ع ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ