امنیت

یو وسله وال غل په کابل کې ووژل شو

 کابل / د وږي١٦ يمه / باختر
یو وسله وال غل نن له پولیسو سره په نښته کې د کابل ښاردویمې ناحيې پورې اړوند د ترافیکو څلورلارې په ساحه کې ووژل شو.
د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د باخترآزانس خبریال ته وویل: دغه پیښه نن د غرمې د دوو بجو په شاوخوا کې مصباح هوټل ته څېرمه د ترافیکو څلورلارې کې رامنځته شوې ده .
درې وسله والو کسانو نیت درلود چې کرولا موټرغلا کړي چې له پولیسو سره په نښته کې یو غل ووژل شو او دوه نوریې وتښتېدل.
سرچينه زياتوي چې په پېښه کې د موټر چلوونکی هم د غلو په ډزو کې وژل شوى دى.
دا په داسې حال کې ده چې پرون هم یو وسله وال غل د قوای مرکزپه ساحه کې له پولیسو سره په نښته کې وژل شوى و.
د جنايي جرمونو زیاتوالي د کابل ښاراوسېدونکي اندېښنمن کړي دي.
ختم ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته