ټولنه

د کندزوالي : ځوانان د انتخاباتو په بهيرکې برخليک ټاکوونکي رول ادا کوي

کابل باختر دوري دمياشتې ٢٠ نيټه  :
په  کندزولايت کې دمدني فعالانو، دولايتي شورا غړو،د دولتي ادارو، د انتخاباتو خپلواک کميسيون اودځوانانو په ګډون  پرون  درايې  ورکولو دپوهاوى په مقصد يوه غونډه جوړه شوه  .
دکندز ولايت دانتخاباتودخپلواک کميسيون رئيس محمدرسول عمردباختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل  ؛  د انتخاباتو خپلواک  کميسيون په هېواد کې د ولسي جرګې او  د ولسواليو د شوراګانو د انتخاباتوپه خاطر بشپړ تياري لري  او د دغه کميسيون سيمه ييزه اداره  هم په  دې برخه کې  هر راز مرستې ته تياره ده  او ځوانان بايد ددغه  ملي  بهيرد ترسره کولو  په  موخه  له دغې ادراې  سره همکاري وکړي.
په دې غونډه کې  دکندز والي عبدالجبارنعيني وويل ؛  په دې ملي بهير کې  دځوانانو ونډه  حتمي اوبرخليک ټاکوونکې ده او بايد ټول خلک په خاصه توګه  ځوانان  په دې برخه کې  فعاله ونډه واخلي .
د  کندز والي   دغه راز   زياته کړه ؛  دولتي  مامورين  هيڅ  حق  نلري  ترڅو دانتخاباتو په  بهيرکې  لاسوهنه وکړي  ټولې ملکي او پوځي ادارې  مکلفې دي   چې دانتخاباتودترسره کولو په خاطر دې زمينه برابره کړي ترڅو خلک په آرام فکر سره  په انتخاباتو کې  ګډون وکړي.  پاى شکريه ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته