ورزش

دځوانان سالار ټيم دپامير له ټيم سره لوبه کوي

کابل باختر د لړم دريمه :
په کابل کې دفوټبال دالف ګروپ سيالۍ نن په يوې لوبې سره دوام کوي .
دکابل دفوټبال فدراسيون اداري  مسوول محمد حامد فيضي دباختراژانس خبريال  ته وويل چې په دې پړاو کې دځوانان سالار او پامير ټيمونه لوبه کوي .
دفيضي دڅرګندونوله مخې په کابل کې دفوټبال دالف ګروپ  سيالۍ دڅوارلسو ټيمونو په ګډون په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي چې په پرونۍ لوبه کې  دمتحد افغان ټيم ديوې په وړاندې په دريو سره دسولې ټيم ته ماتې ورکړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته