امنیت

په ننګرهار کې په پوځيانو دطالبانو بريد شنډکړاى شو

کابل باختر دوږي دمياشتې١١  نيټه  :
په ننګرهار ولايت کې په  پوځيانو دوسله والو طالبانو بريد له ماتې سره           مخامخ شو.
يوې ډلې يرغلګرو تيره شپه په خوږياڼيو ولسوالۍ کې دپوځيانو د ګزمې په کاروان بريد وکړ.
دننګرهاردوالي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل چې په دې  جګړه کې څو تنو يرغلګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ده وويل  دطالبانوپه دې بريد کې  سرتيرو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى.
درارسيدلو خبرونوله مخې ؛  په دې جګړه کې ديرغلګرو څوموټرسايکلونه او وسلې هم دپوځيانو لاسته ورغلي دي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته