امنیت

په تخار کې د طالبانو بريدونه په شا وتمبول شول

کابل / د زمري ۱۰مه / باختر
په تخار کې تېره شپه د وسله والو طالبانو او امنيتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ نښتو کې ٢٢ وسله وال طالبان ووژل شول.
د تخار د امنيې قومندانۍ وياند خليل اسير باختر آژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو په قره پرچاب، پنجشېري قشلاق او ابدال کليو کې د پوځیانو پر پوستو او هوايي ډګر پراخ بريدونه وکړل چې په پایله کې ٢٢ وسله وال طالبان ووژل شول.
اسير زياته کړه چې په دغو بریدونو کې ١٧ نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د هغوی جنګي وسايل د پوځيانو لاس ته ورغلل.
اسير وويل چې په دغو نښتو کې پوځيانو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم- سعيده- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته