امنیت

٣٩٠ ماينونه دپوليسو لاس ته ورغلل.

کابل – باختر دليندۍ نحه ويشتمه :
سرحدي پوليسو په قندهار ولايت کې يوسړى ونيوه چې غوښتل يې ٣٩٠ ماينونه دقندهار ولايت په بولدک ولسوالۍ کې دطالبانو ډلې ته وليږدوي.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ . دغه ماينونه په يو تراکتور کې ځاى پرځاى شوي وو چې دپوليسو له خوا دقندهار ولايت دسپين بولدک ولسوالۍ په بازار کې ترلاسه شول.
ددغې پيښې په اړوند دتراکتور چلوونکې نيول شوى او په لومړنيو څيړنو کې يې اعتراف کړى دى چې دغه ماينونه يې طالبانو ته ليږدول ښايې دغه ماينونه د ډيورند له کرښې آخوا ليږدول شوي وي. دغه ماينونه هغه وخت دامنيتي ځواکونو لاس ته ولويږي چې طالبانو په واټ کې ماين ښخولو ته زور ورکړي دي.
او له دولتي ځواکونو سره دمقابلې په خاطر يې ديواځني وسيلې په توګه ګټه اخلي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته