سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

امر د خدای (ج) او رسول الله (ص) دی؛ امارت یې یواځې تطبیق کوي

کابل، د مرغومې ۱۴ مه، باختر

تبصره

لیدل کېږي، چې یو شمېر شریرې او فتنه اچونکې کړۍ، چې غوڅ اکثریت یې له هېواد څخه بهر مېشت دي، غواړي د اسلام مبارک دین او هم افغانستان کې حاکم د اسلامي امارت حکومت بدنام کړي او داسې څرګندونې او حرکتونه ترسره کوي، چې د یو مسلمان لپاره نه ښایي، خو ځانته به مسلمان او د پیغمبر (ص) امتي وایي.

دوی په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د اسلامي شریعت پر پلي کېدو نیوکې کوي او وایي، چې ګواکې دا د اسلامي امارت له لوري راوړل شوی اسلام دی.

دوی ولې داسې یوه مفکوره لري؟

دوی دغه پوچه مفکوره ځکه څرګندوي، چې شل کاله د لوېدیځ له استعمار سره مخ وو او فکرونه یې د اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف روزل شوي دي، دوی فکر کوي، لکه څنګه چې بهرنیو اشغالګرو یې فکرونه ورته مدیریت کول، امارت هم ورته چاره ترسره کول غواړي، د دوی فکرونه د اسلامي عقیدې پر خلاف تر دې حده اشغال او له معلوماتو لرې روزل شوي، چې د خدای او رسول خبره هم نه شي پېژندلی.

د بېلګې په توګه امارت پر حجاب ټینګار کوي، هغه ټینګار چې د افغانستان اسلامي امارت له رامنځته کېدو شاوخوا ۱۴ سوه کاله وړاندې پیغمبر اکرم (ص) یې د الله ج په لارښونه امر کړی.

مثلاً امارت لګیا دی، ټولنه کې د اداري او اخلاقي فساد مخه نیسي او شریرې کړۍ بیا دغه چاره له پرمختګ څخه د افغانستان راګرځول یادوي، داسې حال کې چې خدای ج او رسول (ص) دغه امر د امارت اسلامي له راتګ سوونه کاله وړاندې کړی او دا دواړه فسادونه یې د ټولنو، حکومتونو او ان لویو امپراتوریو د راپرځېدو لاملونه بللي دي.

نو اسلامي امارت هېڅ داسې کړنه نه ترسره کوي، چې هغه د الله ج او د هغه د رسول د اوامرو او لارښوونو خلاف وي؛ بلکې دوی یواځې هغه څه تطبیقوي، چې قران، حدیث، اجماع او قیاس یې لارښوونه کړې وي.

او هر هغه څه چې الله ج او د هغه رسول زمونږ لپاره غوره بللي، هغه د ټولنې په خیر دي، ځکه الله ج د خپل بند تل خیر غواړي او حضرت محمد (ص) د ټولو عالمیانو لپاره رحمت دی، نو چې رحمت شو، هرو مرو انسانانو او مومنانو ته یې د خیر لارښوونې کړې دي.

څه باید وشي؟

دغه کسان چې له فکري اشغال سره مخ دي او د اسلام او اسلامي نظام مخالف نظر لري، باید د خپل فکر د بېرته راګرځولو(ریکاوري) لپاره قران، حدیث، فقهي او نور اسلامي کتابونه مطالعه او ځان خبر کړي، چې په سمه روان دي او که په ناسمه.

بل دا چې حکومت خو په دې برخه کې مسول دی، هغه مسولیت چې له وړاندې یې ورته د ادا کولو اراده کړې او د کابینې په چوکاټ کې یې د دغو مفکورو د سمولو لپاره ځانګړی وزارت د امربالمعروف او نهی عن المنکر په نوم رامنځته کړی او د دغې ادارې دنده همدا ده، چې فکرونو له اشغال څخه خلاص کړي.

خو تحلیل دا دی، چې لکه څنګه د دغو فکرونو اشغال وخت نیولی، دغه ډول به یې استقلال هم وخت نیسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته