امنیت

په ننګرهارکې د ناپيژاندو يرغلګرو له خوا په ډزو سره د دوو تنوملکي وګړو وژل کيدل

جلال آباد/ باختر د زمري دمياشتې  ١٤  :
په ننګرهار ولايت کې په دووجلا جلا پيښوکې دوه تنه ملکي وګړي د يرغلګرو له خوا  په ډزو سره ووژل شول .
يرغلګرو دغه دوه تنه پرون په جلال آباد ښار او د ننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتوکې په ډزو سره وژلي دي .
  د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې  يرغلګر په دغو ملکي وګړو له ډزو وروسته په تيښتې بريالي شوي او د هغوى د موندلو او نيولو لپاره  پلټنې پيل شوې دي .
  تر اوسه پورې د دغو ملکي وګړو د وژنې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته